غواړم رحمونه رحمتونه ستا - زما پښتو بلاګ

Post Top Ad

Responsive Ads Here
غواړم رحمونه رحمتونه ستا

غواړم رحمونه رحمتونه ستا

Share This
غواړم رحمونه رحمتونه ستا
نۀ شم شمارولے نعمتونه ستا

ربه پۀ جنت کښې کوډګۍ غواړم
وکړمه چې هلته ديدنونه ستا

حورې او غلمان رانه هم مۀ هېرے
کندې قارعې او دوزخونه ستا

چرته او پۀ کوم پلو چې ګورمه
خُلۀ مې کړي راوازه قدرتونه ستا

ډېر يم ګناهګار ربه انسان يمه
ربه ما نه لر کړې عزابونه ستا

ربه دا قلم ورله نور هم تاند کړې
دا دربار کوي چې صفتونه ستا

وسيم دربار

No comments:

Post a Comment

Post Bottom Ad

Responsive Ads Here

Pages