پړق ئې کړۀ پۀ
شور يې راته وخاندل
څۀ دَ زړۀ پۀ زور ئې راته وخاندل
غريو کښې وه او سترګو کښې ئې اوښکې وې
دغه وه چې نور يې راته وخاندل
مۀ ځه کنه دلته مزدورې کوه
دغسې نسکور ئې راته وخاندل
دغه مازيګر ؤ دَ چينار لاندې
دې دَ مينې تور يې راته وخاندل
ستا غوندې پۀ ما باندې بلها مئين
داسې پۀ پېغور يې راته وخاندل
لا ړله ځواني عمر مې تېرشولو
سم لکه دَ سکور يې راته وخاندل
خوب ؤ نو ارمان دے مسافر اشنا
ډېر لکه پۀ سور يې راته وخاندل
څۀ دَ زړۀ پۀ زور ئې راته وخاندل
غريو کښې وه او سترګو کښې ئې اوښکې وې
دغه وه چې نور يې راته وخاندل
مۀ ځه کنه دلته مزدورې کوه
دغسې نسکور ئې راته وخاندل
دغه مازيګر ؤ دَ چينار لاندې
دې دَ مينې تور يې راته وخاندل
ستا غوندې پۀ ما باندې بلها مئين
داسې پۀ پېغور يې راته وخاندل
لا ړله ځواني عمر مې تېرشولو
سم لکه دَ سکور يې راته وخاندل
خوب ؤ نو ارمان دے مسافر اشنا
ډېر لکه پۀ سور يې راته وخاندل
No comments:
Post a Comment