ذنه وه خو خو خال ئې نۀ ؤ - زما پښتو بلاګ

Post Top Ad

Responsive Ads Here
ذنه وه خو خو خال ئې نۀ ؤ

ذنه وه خو خو خال ئې نۀ ؤ

Share This
ذنه وه خو خو خال ئې نۀ ؤ
دَ ښائست مثال ئې نۀ ؤ


خړه پړه ګډه وډه
سر ببره شال ئې نۀ ؤ


دا بۀ هم دَ چا ګوډۍ وه
کوډګۍ او ټال ئې نۀ ؤ


هر ارمان ئې ميرات مړے
دَ بابا مجال ئې نۀ ؤ


شونډې توري دَ پاړ ډکي
دَ زړګي دېوال ئې نۀ ؤ


تورزُلفان ئې پۀ کورسپين شوه
دَ بابا چې مال ئې نۀ ؤ


ما ته لاس ئې کړو رامخکښې
ما نه هېڅ سوال ئې نۀ ؤ


خپل قسمت ته ئې ژړله
پۀ قسمت ملال ئې نۀ ؤ


بې سينګاره بې نکريزو
چرته سور او تال ئې نۀ ؤ


مسقبل نۀ خبر نۀ وو
توبه ! چرته حال ئې نۀ ؤ


اے درباره ورته ګوره
دَ غرور زوال ئې نۀ ؤ


وسيم دربار

No comments:

Post a Comment

Post Bottom Ad

Responsive Ads Here

Pages