زۀ چې ليکم د جانان دپاره ليکم
کله کله د خپل ځان دپاره ليکم
محبت باندې مې کلکه عقيده ده
خو چې ليکم دَ ايمان دپاره ليکم
پۀ هر لور مې د نفرت نه کرکه کيږي
پۀ هر لور د ګلستان دپاره ليکم
دا خو تا وئيل جانانه چې شاعر شه
ستا د دغي يو ارمان دپاره ليکم
تړمې شګي دي وجود مې پکښې سوزي
خو چې کينم د باران دپاره ليکم
دا يو قرض تورې زلفې مې سپينيږې
کۀ ئې ليکم دربارخان دپاره ليکم
کله کله د خپل ځان دپاره ليکم
محبت باندې مې کلکه عقيده ده
خو چې ليکم دَ ايمان دپاره ليکم
پۀ هر لور مې د نفرت نه کرکه کيږي
پۀ هر لور د ګلستان دپاره ليکم
دا خو تا وئيل جانانه چې شاعر شه
ستا د دغي يو ارمان دپاره ليکم
تړمې شګي دي وجود مې پکښې سوزي
خو چې کينم د باران دپاره ليکم
دا يو قرض تورې زلفې مې سپينيږې
کۀ ئې ليکم دربارخان دپاره ليکم
وسيم دربار
No comments:
Post a Comment